د هوایي ځواکونو یو بل پیلوټ هم له خارج څخه هېواد ته راستون شو
د هېواد هوايي ځواکونو يو تن بل پيلوټ، چې د تېر نظام له نسکورېدو وروسته یې هېواد پریښی وو، د هېواد پالنې او خلکو ته د خدمت کولو په موخه بیرته وطن ته راستون شو.
د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري نوموړي د ښه راغلاست تر څنګ، بیا ځلې د ټولو هغو لوستو او مسلکي کدرونو څخه هیله کوي، چې هېواد ته راستانه شي، د وطن په ودانۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي او خپل مسوولیت تر سره کړي.