د ملي دفاع وزارت ۱۱۳ تنه مجاهدين د مخابرې کورس څخه فارغ شول
د اسلامي امارت د قطعاتو ۱۱۳ تنه منسوبين او مجاهدين د مخابرې فني او مسلکې زده کړې دوه مياشتنۍ دورې څخه فارغ شول، دوی وتوانېدل چې د خپل فراغت اسناد ترلاسه کړي.
دا دوره د ملي دفاع وزارت د مخابره رياست کې ترسره شوه چې د مرکزي او ساحوي قطعاتو مجاهدينو ته د مخابرې په برخه کې د هغوی د ظرفيت لوړولو په موخه چمتو شوې وه.