د ملي دفاع وزارت ٣٦ تنو منسوبين د کمپيوټر "اي ټي" له دوه مياشتني کورس څخه فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستر درستيز د مخابرې ریاست مسوولينو او منسوبينو د ظرفیت لوړولو په موخه د دغه وزارت په مقر کې د کمپيوټر "اى ټي" دوه میاشتنى کورس جوړ کړى وو; نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ستردرستيز د مخابرې رئيس مولوي محمد "نصرت"، د لوژستيک رئيس مولوي سيد عبدالبصير "صابري" او نورو چارواکو او منسوبينو پکې ګډون درلود، پاى ته ورسيد.

په دغه کورس کې هغو ۳۶ تنو مسوولينو او منسوبينو، چې زده کړې وې، د تصديق نامو په تر لاسه کولو سره له ياد کورسه فارغ شول.