د ناروې هېواد سفیر سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل " د افغانستان لپاره د ناروې هېواد سفیر "اولي اندریس لینډمن" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پروسې په خبرو اترو بحث وشو او همدا راز د خبرو په ترڅ کې کابل کې د ناروې هېواد نوی پوځي اتشه هم د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ته وپيژندل شو.
ښاغلي میاخیل د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان له خلکو سره د ناروې د حکومت د مرستې او همکارۍ له امله د قدرداني څرګندونه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا ټینګار وکړ.
همداراز د ناروې سفیر د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام، ډاډ ورکړ.