د ملي دفاع وزارت سرپرست د ځانګړو عملیاتو د قول اردو له افسرانو او سرتیرو سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال "اسدالله خالد" او په هېواد کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال "مېلر" نن د ځانګړو عملیاتو قول اردو ته ولاړل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کومانډو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو له مسوولینو سره امنیتي وضعیت وارزوو او له نږدې یې له افسرانو او سرتیرو سره خبرې وکړې، او همداراز د دوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او لازم هدایات یې ورکړل څو د دوی ستونزو او غوښتنو ته ژر تر ژره رسیدنه وشي.
همداراز د ځانګړو عملیاتو د قول اردو مسوولینو ته هدایت ورکړ څو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په موخه ټولې روغتیايي توصيې جدي رعایت کړي.
ستر جنرال "اسدالله خالد" او جنرال مېلر د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې او له خلکو څخه د دفاع په موخه د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو سرښیندنې او لاسته راوړنې وستایلې.