د میدان وردګو لپاره د طالبانو د نومول شوي والي وژل کېدل

zia_omid
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۲۳:۱۱
کشته شدن والی نامنهاد طالبان برای ولایت میدان وردک

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ، یو شمیر طالبانو د میدان وردګو ولایت د "سیدآباد" ولسوالۍ د "پتان خیلو" په کلي کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود، چې د دښمن ددغه شوم پلان له عملي کېدو مخکې، هوایي ځواک د فعالې دفاع په چوکاټ کې، هوایي ضربې اجرا کړې چې په پایله کې، د میدان وردګو لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په حمزه مشهور "ولی جان" په ګډون ۵ تنه طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.

همداراز د طالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته لویدلي او د دښمن څو عرادې موټره هم ویجاړ شوي دي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته