۲۰ تنه ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
تخار- بهارک ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۵تنه ترهګر وژل شوي او ۲۵ کړۍماینونه کشف او شنډ شوي دي.
ننگرهار- شیرزاد او مهمند دره ولسوالیو کې کې د توپچي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې د طالبان د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بغلان- د مرکزی بغلان د دوربالا سیمه کې دځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کنړ- څوکۍ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
لغمان- علینګار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.
هلمند- سنګین ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.