په فراه ولایت کې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات د پر مختګ په حال کې دي
کابل – افغانستان: تېره شپه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بختور عملیاتو په دوام کې د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو ګمرک هوايي برید تر سره کړ، چې په پایله کې ۵ تنه ترهګر و وژل شول.
تر دې مهاله د دغه عملیاتو په ترڅ کې د فراه ښار شاوخوا ټول کلي او د بالابلوک او قلعه کاه ولسوالیو زیات شمېر کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او په یادو سیمو کې د دښمن د بیاځلې نفوذ د مخنیوي او د خلکو د امنیت په موخه د افغان ځواکونو پوستې او قرارګاه وې ځای پر ځای شوې دي.
د یادو جنګي عملیاتو په ترڅ کې طالبان سخت ځپل شوي ، چې یو شمېر مهم غړي یې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بختور عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو زیات شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي، همداراز لسګونه کړۍ ماینونه، چې د ملکي خلکو د تلو او راتلو په لاره کې ځای پر ځای شوي و د افغان ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
دمګړۍ د بختور عملیات د فراه ولایت په قلعه کاه، شیب کوه او انار دره ولسوالیو کې په شدت سره دوام لري او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.