۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

دغو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې، دقول اردو مرستیال جنرال ادم خان "متین" او د قول اردو د ښوونې او روزنې مسولینو افسرانو، برید ملانو او سرتیرو ګډون درلود.

یادو مراسمو کې د قول اردو مرستیال د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" ملي اردو تازه دمو ځواکونو تل د بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته د نورو ورنو ترڅنګ د هېواد او خلکو د ساتنې په برخه کې یو ځای شوي او دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته