۲۰۳ تندر قول اردو ښوونیز مرکز څخه ۱۱۴۱ سرتېري فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۲۲:۳
۲۰۳ تندر قول اردو ښوونیز مرکز څخه ۱۱۴۱ سرتېري فارغ شول

د ۲۰۳ تندر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۱۱۴۱ تازه دمي سرتيري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

دغو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې، دقول اردو قوماندان برید جنرال میرویس " صافی" او د قول اردو درستیزوال برید جنرال عبدالجمیل "مسافر" د ښوونې او روزنې مسولینو افسرانو، برید ملانو او سرتیرو ګډون درلود.

دغو مراسمو کې د قول اردو قوماندان د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" موږ په افغانستان کې د باعزته سولې غوښتونکي یو، د هېواد او نظام ساتنې په موخه دښمن څخه په شجاعت دفاع کوو.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته