پکتیا ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۵/۲۵ - ۱۳:۱۱
سفر سرپرست وزارت دفاع ملی به ولایت پکتیا

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی هم ورسره و د سهیل ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه د پکتیا ولایت کردیز ته سفر ګړی و.

په دغه سفر کې د ملي دفاع سرپرست وزیر او ورسره پلاوي د پکتیا، پکتیکا له والیانو او په یاد زون کې د میشتو امنیتي ځواکونو له مسوولینو سره د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې د خلکو د سر او مال ساتنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي، او د سهیل ختیځ زون د لویې لارې د امنیت په ساتلوکې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

همداراز جنرال مېلر یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د ناتو په پوځي ملاتړ ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۷:۱۳
Background image

فراه ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سر پرست سفر

د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت سر پرست...

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۸:۵۱
Background image

د ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد لیدنه

نن له غرمې مخکې د ملي دفاع سر پرست وزیر اسدالله خالد په افغانستان کې د ناتو...

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۹:۴۸
Background image

د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سفر

​​​​​​​د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا نن د دفاعي او امنیتي...

بېرته خبرونه ته