په ملي دفاع وزارت کې د حکومتي چارواکو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۸ - ۱۷:۴
په ملي دفاع وزارت کې د حکومتي چارواکو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه

 
نن په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيالانو، د کابينې غړو او مجاهدینو په شتون کې، له انګلیس څخه د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د مراسمو په پيل کې د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د هېواد خپلواکۍ د مبارکۍ تر څنګ وويل: «موږ د خپلو نيکونو او پلرونو په دې وياړلې ورځ جشن نيسو، چې د دوې څخه په ميراث پاتې بچيانو يې هم تيره ورځ د نړۍ لوی زبرځواک، امريکا او ناټو مات کړل.»

دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيالانو او د کابينې غړو د خپلواکۍ په ویونکو ويناوو سره، په خپلو ويناوو کې د نړۍ د درې زبرځواکو په وړاندې د مبارزې او نورو اشغالګرو ته عبرت د درس په توګه يادونه وکړه. 

په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث والتفسير اميرالمؤمنين مولوي هيبت الله «آخندزاده» حفظه الله، د مبارکۍ پيغام حاضرینو ته واورول شو.

په اخير کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين «فطرت» سره د خپلواکۍ څلي ته ولاړل او د بانډو کنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې يې په ياد څلي د ګلو ګيډۍ کېښوده.
له‌دې سره سم د ملي دفاع وزارت الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې.

#دمليدفاع_وزارت

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۲۲:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې هیواد له نوي سفیر سره وکتل

نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ترکیې هیواد له نوي سفیر جنک اونال سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۲۱:۷
Background image

دمسلح ځواکونو ستردرستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

دمسلح ځواکونو ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د۲۰۵البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه؛ په دغه لیدنه کې د هیواد ستر درستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان الحاج ملا محمد خان “دعوت” او د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال تورخم ته د افغان کډوالو د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ

تیره ورځ ‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او ورسره مل پلاوي تورخم ته د هغو افغان کډوالو مخې ته د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په. . .

بېرته خبرونه ته