هرات ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د هېواد د لوېدیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزونې په هدف نن هرات ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د هرات له والي او ددې ولایت له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ولیدل او د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې لازم هدایات صادر کړل.
همدا شان د ملي دفاع سرپرست وزیر د هرات ولایت له اوسېدونکو سره له نږدې څخه دننه ښار کې وکتل.