ننګرهار ولایت ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سفر!

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۲۲:۲۵
سفر معاون اول‌ وزارت دفاع ملی به ولایت ننگرهار

نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال سترجنرال محمد یاسین ضیا په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال سکات مېلر، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد هم ور سره و د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستاینې او په یادو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللي و.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسوبینو څخه د لېدنې پر مهال د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش ماتې پر وړاندې د دوی پوځي کړنې او لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال افغان پوځیانو ته په خبرو کې وویل، چې ستاسو د پوځي اتلولیو او سرښندنو په پایله کې په افغانستان کې داعشیان له ماتې سره مخ او د نابودۍ په حال کې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته