له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان ملي او سیمه ییزو پوځیانو د وفادارۍ سوګند یاد کړ
نن د ملي اردو او سیمهییزې اردو تر ۱۰۰۰ ډېرو ځواکونو؛ د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تعلیمي مرکز کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ سوګند یاد کړ.
د روزنیز مرکز قومندان مشرتابه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د هیواد د صادقو بچیانو په روزنه او د هغوی مسلکیتوب په برخه کې به؛ چې ویاړ یې افغان پوځ ته ورګرځي، هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.