له ملي دفاع وزارت سره د کرونا د مخنیوي لپاره د هند هیواد د دوه قلمه درملو مرسته

هند د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د دوه قلمه درملو مرسته وکړه.
په کابل کې د هند استوګن سفیر "وینیکمار" نن یکشنبه د ملي دفاع وزارت له سرپرست ستر جنرال "اسدالله خالد" سره په لیدنه کې وویل، دا مرستې يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې د کرونا وایروس د لا زیات مخنیوي په هدف ترسره کړي.
ښاغلي کمار زیاته کړه، هند د افغانستان د سولې پروسې په شمول، له دغه هېواد سره بیلابیلو نورو برخو کې د هر راز مرستو دوام ته ژمن دی.
په همدې حال کې، د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال اسدالله خالد هند د افغانستان ښه دوست یاد کړ او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان حکومت او افغانان بېلا بېلو برخو کې د دغه هېواد د هر اړخیزو مرستو قدر داني او ستاینه کوي.
ستر جنرال اسدالله خالد کرونا وایروس د سیمې او نړۍ هېواودنو ته جدي ګواښ یاد کړ او د دې پدیدې پر وړاندې يې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.