فاریاب کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په شتون کې ۲۰۷ سیمه ییز تازه دمي سرتېري فارغ شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۸:۴۹
فاریاب کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په شتون کې ۲۰۷ سیمه ییز تازه دمي سرتېري فارغ شول

فاریاب ولایت کې ۲۰۷ تازه دمي سرتيري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

دغو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې د وسله وال پوځ لوی درستیز او دملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین " ضیا" امنیتي مسولینو افسرانو، برید ملانو او سرتیرو ګډون درلود.

دغو مراسمو کې ستر جنرال یاسن ضیا د ملي اردو په لیکو کې د ځوانانو راتګ څخه مننه او هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د ترهګرو پروړاندې ستاسو مبارزه، د سرښندنو او اتلولیو له کبله د افغانستان خلک منندوی او ویاړ کوي.

ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: سرتېري ته پاملرنه د ملي دفاع وزارت رهبري د لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې هېڅ ډول سهل انګاري او بې غوري دمنلو وړ نه ده.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به پوره ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته