فارياب او جوزجان ولايتونو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير او د وسلوال پوځ لوى درستيز سفر

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۱۱:۵۲
فارياب او جوزجان ولايتونو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير او د وسلوال پوځ لوى درستيز سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین "فطرت"تيره ورځ، شمال او شمال ختيځو ولایتونو ته د سفرونو په دوام "جوزجان" او "فارياب" ولایتونو ته ولاړل او هلته يې د يادو ولايتونو مسوولينو سره جدا جدا وکتل.

په دې کتنو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت مجاهدینو د مبارزو د ستاينې ترڅنګ وویل:" د دې وخت رارسيدلى دى، چې ټول ورونه قومونه سره د هېواد په بيا ودانولو او پرمختګ کې کوښښ وکړو."

د ملي دفاع سرپرست زياته کړه، د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او سرحداتو د دفاع وړتيا لري، هيڅ متجاوز ته به د امنيت خرابيدو اجازه ورنکړو او د هېواد له خاورې به د ځان په قربانۍ سره دفاع کوو.

همدا راز د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین فطرت وویل: "شل کلنې مبارزې مجاهدينو ته د يووالى او د يو بل ترڅنګ په لا يووالى سره د پاتي کيدو زده کړه وښودله."

د ملي دفاع وزارت مقاماتو په دغو سفرونو کې د علماوو، مخورو، د سيمه ييزو او لوا ګانو مسوولينو سره ليدنې وکړې او د لا ښه امنيت د ټينګښت او د هېواد له سرحداتو د دفاع په تړاو يې اړينې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته