د AC-208 ډوله الوتکې د افغانستان هوایي ځواکونو ته و سپارل شوې
AC-208 ډوله الوتکې د امریکامتحده آیالاتو د مرستو په دوام په داسې حال کې، چې د ملي پوځ لوی درستیز هم شتون درلود د افغانستان هوایي ځواکونو ته و سپارل شوې
هغه مراسم، چې په همدې تړاو په هوایي قول اردو کې جوړ شوي وو AC-208 ډوله الوتکې د افغانستان د هوایي ځواکونو په ټولګي کې شاملې شوې.
د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان ډګر جنرال محمد شعیب پیلوټ وویل، چې د افغانستان هوایي ځواکونه د نویو الوتکو او تخنیک په تر لاسه کولو سره د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړي کیږي. د هوايي قول اردو د قومندان په وینا د سږ کال تر پایه به دغه الوتکو شمیر لس بال ته ورسیږي او دا د هغه څلور کلن پراختیايي پلان یوه برخه ده، چې د هیواد د مسلح ځواکونو د پرمختګ په موخه جوړ شوی دی.
هوایي ځواکونو ته د یادو الوتکو په سپارلو سره د ملي پوځ لوی درستیز د خوښۍ په څرکندولو سره زیاته کړه: د دغه الوتکو پر مټ به د هیواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو هوایي ملاتړ نور ځواکمن شي.