د ۲۱۵ میوند قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۳۱ تنه سرتیري فارغ شول
د هلمند او نیمروز ولایاتونو ځوانانو د ۱۲ اوونیو پوځي زده کړو وروسته د ۲۱۵ میوند قول اردو د پوځي ښوونیز مرکز څخه د ځانګړو مراسمو تر سره کیدو وروسته فارغ شول.
دوې ژمنه وکړه چې له هرې ممکنه لارې او په هر ډول شرایطو کې به له افغانستان او افغانانو دفاع کوي او دښمن ته به ددې اجازه ورنکړي چې خلکو ته زیان ورسوي.