د پوځي طب له پاره د جدیدالشمولو نوماندانو د جذب په تړاو د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ خبرتیا!
د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین"حفظ الله"د حکم پر اساس، د"نظامي معالجوي طب"پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د ابن سینا «طبي پوهنتون» څخه جلا او د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ سره یو ځای شوی، پدې اساس، د روغتیایي چارو قوماندانۍ د ۱۴۰۴ هـ ش ښوونیز کال د نظامي عالي طب او متوسطه طب لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني.
- د نوم ليکنې شرایط:
- نوماندان باید د پوهنې وزارت د ښوونځیو، د سعد بن وقاص (رض)د حربي ښوونځي او د دارالهجرت د ثانوي دورې د ۱۴۰۲ - ۱۴۰۳ ه ش کلونو د دولسمو ټولګيو فارغان وي.
- د عالي طب لپاره نوماندان باید له (۲۲)کلونو زیات عمر، ونه لري.
- د متوسطه طب لپاره نوماندان باید له (۲۶)کلونو زیات عمر، ونه لري.
- نوماندان باید پیژند پاڼه له ځانه سره ولري.
- نوماندان باید د بشپړې روغتیا څخه برخمن وي.
- د نوماندانو مدني حالت مجرد وي.
- نوماندان باید په مخدره توکو روږدي نه وي.
- نوماندان په ملي خیانت یا سیاسي جرمونو تورن، نه وي.
- نوماندان باید د اسلامی امارت او ملي دفاع وزارت د نظامي طب قوانین مراعت کړي.
- د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو د نمرو سلنه یې د عالي طب لپاره باید تر(۸۰ ٪) او د متوسطه طب لپاره د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو د نمرو سلنه یې له(۷۰ ٪) کمه، نه وي.
- نوماندان باید د ملي اسلامي اردو په طبي برخو کې د اوږدمهاله دندې لپاره ژمن وي.
- په شرایطو برابر نوماندان کولی شي، چې د (۱۴۰۳ هـ ش د لړم ٢٠مې څخه د لیندۍ تر ١٠مې) پورې د ملي اسلامي اردو په مرکز او ولایتو کې د جلب او جذب قوماندانۍ د کمیساریو له لارې نوم لیکنه وکړي.
امتیاز او آسانتیاوې:
د نظامي عالي طب محصلین به د (۶) کلونو له تحصیل وروسته د لومړي بریدمن په توګه، اکاډمیک (MD) سند هم ترلاسه کړي.
د متوسطه طب محصلین به د (۳) کلونو له تحصیل وروسته د دوهم بریدمن په توګه د (پنځلسم پاس) سند ترلاسه کړي.
د تحصیل په بهیر کې به محصلینو ته د مدد معاش سربیره اعاشه او اباطه، ۲۴ ساعته لیلیه، روغتیایي خدمتونه، کتابتون، ورزشي کلپ، نظري او عملي زده کړې او نورې اسانتیاوې وړاندې کیږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۲۰۲۶۱۸۶۴۰ - ۰۷۹۹۱۵۶۵۴۷ - ۰۷۰۰۵۳۱۳۲۷ - ۰۲۰۲۶۱۸۶۰۲ – ۰۲۰۲۶۱۸۶۱۵