د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د ازموینې خبرتیا!
ټولوهغوګډونوالوته چې د ابوعبیده بن جراح(ض)ملي دفاع پوهنتون د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې خبر ورکول کېږي،چې د کارتونوویش،بایومیتریک معلوماتوثبت او ازموینه یې د لاندې مهال وېش سره ترسره کېږي.
لاندې ولایتونه لکه: کابل،ننګرهار،پنجشېر،لغمان،لوګر،کاپیسا،پروان او میدان وردګ د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتوثبت نیټه ۱۴۰۳ د ثور ۵ مه چهارشنبې ورځ.
او همداشان: غزنی،بامیان،زابل،جوزجان،دایکندي،سرپل،پکتیا،پکتیکا،نورستان،کنړ،بدخشان،بادغیس،بغلان،سمنګان، هلمند،ارزګان،خوست،کندهار،غور،هرات،فراه،فاریاب،تخار،بلخ او کندز ولایتونه جدید شمول کولاشی د پنجشنبې په ورځ ۱۴۰۳ د ثور ۶ مه ثبت نوم لیکنه وکړي.
د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتوثبت ځای
د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون د قرارګاه د ټولي و دانۍ
دازموینې نېټه او ځای
د ابو عبیده بن جراح(ض) ملي دفاع پوهنتون
۱۴۰۳ د ثور ۷ مه د جمعي په ورځ
یادونه: له ټولوګډنوالو څخه جدي غوښتنه کیږي،چې د کارتونوویش او بایومیتریک معلوماتو د ثبت او ازموینې په ورځ اصلي پیژندپاڼه یا پاسپورټ له ځانه سره ولري او همدارنګه د کارت ترلاسه کولو او ازموینې ته پر ټاکلي وخت ځانونه حاضر کړي.
د ازموینې په ورځ د هر ډول الکترونیکي وسایلو(مبایل،ګوشکي،حساب ماشین...) له راوړلو څخه ډډه و کړئ.