د پوځي طب له پاره د جدیدالشمولو نوماندانو د جذب په تړاو د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ خبرتیا!

web_admin
خبرتیا

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین"حفظ الله"د حکم پر اساس، د"نظامي معالجوي طب"پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د ابن سینا «طبي پوهنتون» څخه جلا او د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ سره یو ځای شوی، پدې اساس، د روغتیایي چارو قوماندانۍ د ۱۴۰۴ هـ ش ښوونیز کال د نظامي عالي طب او متوسطه طب لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني.

  1. د نوم ليکنې شرایط:
  1. نوماندان باید د پوهنې وزارت د ښوونځیو، د سعد بن وقاص (رض)د حربي ښوونځي او د دارالهجرت د ثانوي دورې د ۱۴۰۲ - ۱۴۰۳ ه ش کلونو د دولسمو ټولګيو فارغان وي.
  2. د عالي طب لپاره نوماندان باید له (۲۲)کلونو زیات عمر، ونه لري.
  3. د متوسطه طب لپاره نوماندان باید له (۲۶)کلونو زیات عمر، ونه لري.
  4. نوماندان باید پیژند پاڼه له ځانه سره ولري.
  5. نوماندان باید د بشپړې روغتیا څخه برخمن وي.  
  6. د نوماندانو مدني حالت مجرد وي.
  7. نوماندان باید په مخدره توکو روږدي نه وي.
  8.  نوماندان په ملي خیانت یا سیاسي جرمونو تورن، نه وي.
  9. نوماندان باید د اسلامی امارت او ملي دفاع وزارت د نظامي طب قوانین مراعت کړي.
  10. د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو د نمرو سلنه یې د عالي طب لپاره باید تر(۸۰ ٪) او د متوسطه طب لپاره د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو د نمرو سلنه یې له(۷۰ ٪) کمه، نه وي.
  11. نوماندان باید د ملي اسلامي اردو په طبي برخو کې د اوږدمهاله دندې لپاره ژمن وي.
  12. په شرایطو برابر نوماندان کولی شي، چې د (۱۴۰۳ هـ ش د لړم ٢٠مې څخه د لیندۍ تر ١٠مې) پورې د ملي اسلامي اردو په مرکز او ولایتو کې د جلب او جذب قوماندانۍ د کمیساریو له لارې نوم لیکنه وکړي.

امتیاز او آسانتیاوې:

د نظامي عالي طب محصلین به د (۶) کلونو له تحصیل وروسته د لومړي بریدمن په توګه، اکاډمیک (MD) سند هم ترلاسه کړي.

د متوسطه طب محصلین به د (۳) کلونو له تحصیل وروسته د دوهم بریدمن په توګه د (پنځلسم پاس) سند ترلاسه کړي.

د تحصیل په بهیر کې به محصلینو ته د مدد معاش سربیره اعاشه او اباطه، ۲۴ ساعته لیلیه، روغتیایي خدمتونه، کتابتون، ورزشي کلپ، نظري او عملي زده کړې او نورې اسانتیاوې وړاندې کیږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

۰۲۰۲۶۱۸۶۴۰ - ۰۷۹۹۱۵۶۵۴۷ - ۰۷۰۰۵۳۱۳۲۷ - ۰۲۰۲۶۱۸۶۰۲ – ۰۲۰۲۶۱۸۶۱۵

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements