د وسله وال پوځ لوی درستیز نیمروز ولایت ته ولاړ
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د کورنیو چارو وزارت له ارشد معین او د ملي امنیت د عمومي ریاست له ولایتي مرستیال سره نن نیمروز ولایت ته ولاړ او د نیمروز له مسوولو چارواکو سره په لیدنه کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت او د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو امنیتي پلان وارزاوو.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د زرنج ښار له اوسيدونکو سره له نږدې ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته اجازه ورنکړي چې خلکو ته زیان ورسوي.