د هېواد په شمال کې ۱۳۰۰ تنه ځوانان د ملي پوځ په لیکو کې ځای پر ځای شول!

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۸/۱۷ - ۱۳:۳۲
یک هزار و سه صد تن  به صف اردوی ملی در شمال، پیوستند!

 ۱۳۰۰ تنو ځوانانو د اوو اونیو پوځي زده کړو نه وروسته د ۲۰۹ شاهین قول اردو په ښوونيز پوځي مرکز کې د لوړې مراسم تر سره او د ملي پوځ په ۳۰۱ بنستيز کنډک کې ځای پر ځای شول. د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال جنرال آدم خان وویل، چې د خلکو او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه د ملي پوځ په لیکو کې ستاسو شتون زموږ او زموږ د غیور ملت لپاره د ویاړ ځای دی. ستاسو پر والدینو، چې ټولنې ته اتلان وړاندې کوي درود وایم.

یک هزار و سه صد تن  به صف اردوی ملی در شمال، پیوستند!

دغه ۱۳۰۰ پوځیان به د بلخ ولایت په چهارکنت او بلخ، د سرپل ولایت په سوزمه کلا او د سمنګانو په روی دوآب او دره صوف پایین ولسواليو کې ځای پر ځای شي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر په قطر کې د دفاعي نندارتون غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د قطر هیواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي. . .

بېرته خبرونه ته