د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۸ - ۱۸:۵۴
د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

له انګرېزي ښکېلاک څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د غیورو افغانانو پر مټ خپلواکۍ اخیستلو او د افغان ملت د برم او پرتم د اعادې په موخه نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې دغه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دغه پرتمین مجلس کې د ریاست الوزراء اقتصادي او اداری مرستیالانو، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابینې ځینو غړو، د استخباراتو ریاست عمومي رئیس او ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او هیوادوالو ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ریاست الوزراء مرستیالانو او د کابینې ګڼ شمېر مسؤلینو د افغان ملت په ویاړونو او افتخاراتو هر اړخیزې ویناوې وکړې ورپسې د اسلامي امارت اعلامیه ګډون والو ته وړاندې شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په ملتیا د تشریفاتو ګنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې په ملي دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

له‌ دې سره سم د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې، غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنيو بیلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۳
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایرو ګډو زده کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۲۵ تنه ځوان منسوبین د عسکرانو ښوونځۍ د اتمې دورې له پوځي بنسټیزو درې میاشتنیو نظري او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۸ - ۱۸:۵۴
Background image

د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

له انګرېزي ښکېلاک څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د غیورو افغانانو پر مټ خپلواکۍ اخیستلو او د افغان ملت د برم او پرتم د اعادې په موخه نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې دغه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته