د ملي دفاع وزارت نوی ویاند وټاکل شو
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو د ښه پر مخ وړلو په موخه، عنایت الله "خوارزمي" د قاري لطف الله "حبیبي" پر ځای د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د سرپرست رئیس او د ملي دفاع وزارت د ویاند په توګه وګمارل شو او په دنده یې پیل وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل او د هیواد ټولو ځورېدلو وګړو ته د حقایقو په خپرولو کې له ټولو ملي او بین المللي رسنیو سره همکار دی؛ د دولتي او خصوصي رسنیو خبریالان د اړتیا په وخت کې د ملي دفاع وزارت له ویاند سره په لاندې شمیره اړیکه نیولی شي.
۰۷۸۷۹۸۵۱۸۷