د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د لویدیځ زون فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو سره یې خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت مرستیال د مسوولینو د کړنو او فعالیتونو څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او د لا ښه پرمختګ لپاره یې ورته لارښوونې وکړې.
همدارنګه، د یادو مسوولینو ستونزې او مشکلات یې واورېدل او د هغو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.