د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۰:۳۲
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ"، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې له عمومي قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد "ناظم" او د ستر درستیز د دکتورینو په ملتیا د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یادې قوماندانۍ ښونیز نصاب, درس خونې, طعام خانې او د زده کړیالانو خوب خونې وارزولې.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال, د دغه قوماندانۍ وضعیت مثبت وارزاوه, د ښوونکو او مسؤلینو له کړنو یې ستاینه او قدردانۍ وکړه.

همدا راز ددغه مرکز د زده کړیالانو د ښونیز نصاب او معیشتي وضعیت د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته