د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر له ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه وڪړه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۲:۴۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر له ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه وڪړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ۲۰۹ الفتح قول اردو له رهبرۍ، د لواوو قوماندانانو، مسؤلینو او همدارنګه د یادې قول اردو د نظامي ښوونیز مرڪز له مجاهدینو سره ولیدل.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: “چې د صف وحدت، د خپلو امیرانو اطاعت، د اسلامي نظام د استحکام او د خپلو اسلامي او ملي منافعو ساتنې ته ځانګړې توجو وکړئ”.

همدارنګه قدرمن وزیر صاحب د لواوو قوماندانو او مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: چې د افغان ملت د هوساینې لپاره خپل ټول توان په کار واچوئ، او ژمنه یې وکړه چې هڅه کوو خپل ټول قطعات او جزوتامونه په پوره معنی اکمال کړو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د یو سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه.

له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د دې قول اردو د ښوونیز. . .

بېرته خبرونه ته