د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د فراه ولایت امنیتي وضعیت وڅیړه
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله ”خالد“ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات میلر او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنو په موخه نن سهار یاد ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ملګری پلاوی يی د فراه ولایت د والي او په یاد ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له جګپورو قوماندانانو سره لیدلي او د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د معلوماتو د اوریدو وروسته د لاښه امنیت د ټیګښت په موخه هر اړخیزې لارښوونې کړې دي.