د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له مسؤلینو او منسوبینو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعیل “راسخ” او د نوموړې قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو مسؤلینو سره په کتنه کې وویل: “د اسلامي نظام او خلکو خدمت د مجاهدینو له ارمانونو څخه وو او اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې موږ دغه ارمانونه د ژوند سرمشق په توګه وګرځوو”.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له نورو چارواکو سره هم وکتل.