د ملي دفاع وزارت سرپرست، په برنسوم کی د ناټو تړون د ګډو ځواکونو له قوماندان سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، په کابل کې پخپل استوګنځي کې د ناټو تړون د ګډو ځواکونو له قوماندان "جنرال ارهارد بالر" سره ولیدل او کابل ته د نوموړي د راتګ په اړه خوښي څرګنده کړه.
په دې لیدنه کې، له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ د دوام، د سولې د پروسې او له تروریزم سره د مبارزې په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د لیدنې په ترڅ کې جنرال بالر ټینګار وکړ چې ناټو به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.
همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو له همیشنیو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ددغو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.