د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له خوا د ستر درستيز د ځانګړو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه، ملا محب الله «نصرت حاجي لالا»، چې څو ورځې مخکې ګمارل شوی وو، نن د ملي دفاع وزارت د دفتر د رئيس مولوي صلاح الدين «خويدم» له لوري رسما معرفي شو.
مولوي صلاح الدين «خويدم» پر سونل ته د ځانګړو ځواکونو د نوي قوماندان د پيژندنې ترڅنګ نوموړي ته په ورسپارل شوې دنده کې د برياليتوب هيله وکړه.