د ملي دفاع سرپرست وزیر ننګرهار کې د ډيورنډ فرضي کرښې، د اردو له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو لېدنه وکړه

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۲۳:۱
 د ملي دفاع سرپرست وزیر ننګرهار کې د ډيورنډ فرضي کرښې، د اردو له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو لېدنه وکړه

نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو ترڅنګ د اچين، غني خيلو، نازيانو مهمندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو کې د ډيورند له فرضي لېدنه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې د اړوندو مسوولينو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او له دفاعي ځواکونو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د تینګښت په برخه کې ستاينه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د دغه لیدنو په ترڅ کې له مجاهدينو د لا بیدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه ټينګار وکړ او له هغوی وغوښتل، چې خلکو سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د مسوولينو د ستونزو او وړانديزونو اورېدو ترڅنګ هغوی ته لازمې ښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته