د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۵ اتل قول اردو او د کندهار له امنیه قوماندان سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۵ اتل قول اردو او د کندهار له امنیه قوماندان سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد نن له غرمې مخکې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان ډګر جنرال امام نظر او د یاد شوي قول اردو له نورو منسوبينو او امنيه قوماندان جنرال تادين خان او د قوماندانۍ له یو شمیر نورو منسوبينو سره په ويډيويي کنفرانس کې له دواړو څخه مننه وکړه چې په تیرو څو ورځو کې يي په کندهار ولايت له سيلاب ځپليو سره پر وخت او هر اړخيزې مرستې کړې دي.
نوموړی وويل ملي امنيتي ځواکونه د خلکو په خدمت کې دي او د اړتيا پر مهال تل د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د هغوې د ژوند د ساتلو او ژغورلو لپاره هر ډول اقدام او مرستې ته چمتو دي. ښاغلي خالد دغه راز د خلکو د ژغورلو لپاره د ملي امنيتي ځواکونو هڅې او چټک غبرګون وستايه.
د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګرجنرال امام نظر وويل چې د سیلاب له کبله په ټول کندهار کې ۲۰۰۰ کورنۍ بیځايه شوي دي او ټول هغه کسان چې د سیلاب له کبله له ګواښ سره مخامخ ول، د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو له لورې خوندي ځايونو ته لیږدل شوي دي.
د ملي دفاع سرپرست وزير ښاغلي خالد ۲۰۵ قول اردو ته هدايت وکړ چې د اړتيا پر مهال د خلکو د ژغورلو لپاره حتی محاربوي الوتکې هم کارولی شي او پر دې سربیره پر سيلاب ځپليو باندې خوراکي مرستې او د اړتيا وړ نور توکي ووېشي.