د ملي دفاع سرپرست وزیر د ناتو له عمومي سر منشي سره وکتل!
د ملي دفاع سر پرست وزیر اسدالله خالد د ناتو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې د ناتو له عمومي سرمنشي ینس ستولنبرګ سره مختصرې خبرې وکړې.
د ناتو سرمنشي د ملي دفاع وزارت له سر پرست سره د خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا له افغان ملي دفاعي او امیتي ځواکونو سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د ناتو پر پوځي مرستو او په افغانستان کې پر دایمي سولې او ثبات ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د افغان پوځیانو وروستۍ لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې.
ښاغلي خالد په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو د ځپلو په برخه کې د ناتو پوځي همکاریو ته په اېشارې سره وویل، د نړیوالو ترهګرو د ځپلو په برخه کې د ناتو غړو هېوادونو پوځي ښوونې او روزنې، سلا او مشورې خورا مهمې او ارزښتناکې دي.