د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې هیواد له نوي سفیر سره وکتل
نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ترکیې هیواد له نوي سفیر جنک اونال سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په ټینګښت او د سیمیزو پرمختګونو په تړاو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.