د ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال اسدالله خالد د ۲۰۹شاهین قول اردو د قوماندانۍ مرستیال لیدنه وکړه
نن سهار، جنرال اسدالله خالد د سردار محمد داوود شهید روغتون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندانۍ مرستیال جنرال عباس توکلي لیدنه وکړه.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د خلکو د ژوند او مال ساتنې لپاره د ملي اردو او جنرال توکلي د نه ستړې کیدونکو هڅو قدرداني وکړه او د الله رب العزت څخه یې د ملي دفاعی او امنیتی ځواکونو د ټپيانو د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
جنرال اسدالله خالد یوځل بیا د ملي اردو روغتیا مسئولینو ته امر وکړه, چې د ملي اردو ټپيانو ته د شه روغتیا خدماتو وړاندې کولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.
برید جنرال عباس توکلي تیره اونۍ په فاریاب ولایت کې د طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی وو او اوس یی صحي وضعیت شه ښودل شوي.