د لوګر ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي له خپلو ۲ مرستیالانو سره و وژل شو

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۴/۷ - ۱۵:۱۲
والى نام نهاد طالبان براى ولايت لوگر همرای با دو معاونین كشته شدند!

کابل-افغانستان: په لوګرولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې، د طالبانو لخوا نومول شوی والي له خپلو څو ۲ تنو مرستیالانو او یو شمیر  قوماندانانو سره وژل شوی دی.

د طالبانو لخوا د لوګر ولایت ته نومول شوی والي حاجي لالا، د ده دوه تنه مرستیالان بریالی او فریدون دوه تنه مشهور قومندانان احرار او بلال، د غزني، لوګر، خوست، پکتیا او کابل په ګډون د ۵ ولایتونو د استخباراتو مسوول مولوي شمس الرحمن د دغه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

 د یادوني وړ ده چې  په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د ډلې دوه تنه بهرني قومندانان د حکمتیار او رؤف په نامه هم شامل دي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته