د شکایتونو د اوریدولو واحد مرکزجوړیدل

zia_omid
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۴ - ۱۵:۱۳
د شکایتونو د اوریدولو واحد مرکزجوړیدل

د شکایتونو د اوریدولو واحد مرکزجوړیدل

د ملي پوځ د افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د غږ ثبتولو په موخه د شکایتونو د اوریدلو لومړنی واحد مرکز چې په نویو او عصري تجهیزات سمبال او د ۲۴ ساعته نوکریوالۍ سره، د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې په کار پیل وکړ.

دغه مرکز نن په داسې حال کې د پټۍ په پریکولو سره پرانستل شو، چې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز لومړي مرستیال ډګرجنرال عبدالحمید حمید، د پالېسۍ او ستراتېژۍ په چارو کې د یاد وزارت مرستیال عبدالحی رؤف او یو شمیرو نورو ریئسانو او مسوولینو ګډون کړی وو

په پیل کې د لوی درستیز لومړي مرستیال وویل، چې د ملي دفاع وزارت د هغو منسوبینو او مسوولینو شکایتونه چې مخکې د ځینو ملحوظاتو له مخې نه اوریدل کیدل د دې مرکز په رامنځ ته کیدو سره به په جدي توګه لاسرسی ورته وشي.

په همدې وخت کې د ملي دفاع وزارت د پلټنې ریئس ډاکټر محمد ناصر اصفیا د ملي پوځ د اتلو منسوبینو څخه غوښتنه و کړه، چې د وطن څخه د دفاع، ځمکنۍ بشپړتیا، د فساد پروړاندې د جدي مبارزې لپاره، د غیرقانوني کړنو په تړاو خپل شکایتونه او ستونزې د شکایتونو په مرکزونو کې ثبت

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته