د افسرانو په هوايي اکاډمۍ کې د ښځو لیلیه پرانېستل شوه
دغه لیليه د ۱ مېلیون امریکایي دالرو په سپما د امریکامتحده ایالتونو په مالي مرسته د T.I ساختماني شکرت لخوا په یو پوړ کې په اساسي ډول رغول شوې او چارې یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او نن د هوايي ځواکونو د عمومي قومندان تورنجنرال پیلوټ عبدالفهیم رامین او د یو شمیر همکارانو لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانېستل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د ښځینه و لپاره د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ په قرارګاه کې یو باب لیلیه جوړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
همدارنګه د جمهوري ریاست د تخنیک د کنډک یو باب هنګر(ورکشاپ) چې د زیاتې ګتې اخیستنې او د ځینو پېښو له کبله د چارو تر سره کېدو ته چمتو نه و، د بیا ځل لپاره د اسیست شرکت لخوا د ۲ مېلیونه امریکایي دالرو په سپما و رغول شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.