دملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرستیال سلاکار سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله” خالد“ نن د غرمې وروسته د افغانستان، پاکستان او منځنی آسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرستیال سلاکار ښاغلي کالن اف سره خپل کار په دفتر کې وکتل.
دملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ښوونې، روزنې او د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د سمبالولو په برخه کې د متحده ایالاتو د مرستو نه په مننې سره د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه او همدا راز د افغان ځواکونو له خوا د ولسوالیو د بیرته نیولو او د دښمن له زندانونوڅخه د بندیانو ژغورلو په برخه کې د دوي د کړنو نه خوښي څرګنده کړه.
په دې ناسته کې دوړو لورو د امنیتی مسایلو او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې هم هر اخیزه خبرې وکړې.