دمسلح قواوو لوی درستیز د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل!
د مسلح قواوو لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزیری د پکتیکا ولایت له مخورو، علماوو، سپین ږیرو، د ځدرانو، وزیرو، پیرکوتی او خروټو له مشرانو سره ناسته او لیدنه وکړه.
لوی درستیز په یاده ناسته کښی د پکتیکا له مشرانو سره د یاد ولایت د امنیتی وضیعت او سولې ته درسیدو په هکله چه د ټولو هیوادوالو غوښتنه ده خبری وکړی او غوښتنه یی وکړه چه پدی برخه کښې خپل د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ وکړی. په غونډه کښی څو تنه د نورو په استازیتوب خبری وکړی او خپل ملاتړ یی د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه اعلان کړ او د پکتیکا په ولایت کی پر مخ پراته ستونزې د مسلح قواوو له لوی درستیز سره شریکی کړی او یادونه یی وکړه چه اوسمهال د تیر په پرتله امنیتی وضعیت ښه دی او ورځ تربلی مخ په ښه کیدو دی او له دولت څخه غوښتنه کووچه په شپنی عملیاتو کښی کښی پوره پاملرنه وکړی چه یاد عملیات کله نا کله د ملکی تلفاتو د وژلو سبب شی.
دمسلح قواوو لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزیری د پکتیکا میشت مخورو او قومی مشرانو ته ډاډ ورکړ چی ستاسو غوښتنې او مشکلات د خپل کړنو په سر لړ کی له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړم او د حل په موخه به یی لازم تدابیر ونیول شی او هم به دشپنی عملیاتو په برخه کی لازمی سپارښتنې تر سره کړم تر څو ملکی خلکو ته مرګ ژوبله را منځ ته نشی په پای کښی د یادو قومونو استازو او مشرانو د ملی وحدت له حکومته او د دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.