ددفاعی او امنیتی ځواکونو د ملی ورځی په مناسبت دمسلح قواوولوی درستیز دمبارکۍ پیغام!
د ستردرستیز مشرتابه د دفاعی او امنیتی ځواکونو د ملی ورځی په ویاړ تاسو جلالتمآب د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان، د جمهوري ریاست محترمو مرستیالانو، د اجرایه ریاست محترم ریس او مرستیالانو، د کابینې محــترمو غـــړو، د ملی شورا د دواړو مجلسونو محترمو ریسانو، محترموجهادي رهبرانو، محترم قاضی القضات، محترم لــوی څارنوال، د ملی دفاع محـترم سرپرست وزیر، د ملی دفاع وزارت او ستردرستیز مرستیالانو او ریسانو، د ملی اردو د قـطعاتو اومؤسساتو قوماندانانو، د شهیدانو معظمو کورنیواودګران افغانستان پیاوړي ملت ته نیکې هیلې او د زړه له کومی مبارکي وړاندې کوم.او د لـوی خدای(ج) له درباره څخـه ټـولوته د روغـتیا اوبري هیله لرم.
درنوجنرالانو، افسرانو، بریدملانواوسرتیرو!
ستاسو فداکارۍ ، سرښندنی د نصرت ۱۳۹۷جګړه ئیزو اوچاڼیزو عملیاتوپلان اوتطبیق د ملی اردو له مهمو اوپام وړ لاسته راوړنو څخه دی د دی خاوری دښمنانو او بهرنی استخباراتی کړیو ، ورانکاره ډلو او د مخدره توکو قاچاقبرانو ته روښانه پیام ورکړ چه دوی نور پدی خاوره او جغرافیا کی د فعالیت او اوسیدلو لپاره ځای نلری دښمنانو هڅه وکړه تر څوستاسو جګړه ئیز ځواک تر پوښتنی لاندی راوړی اما ستاسو نه ستړی کیدونکی هلی ځلی د دوی ټول پلانونه له خاورو سره خاوری کړل د همدی بریاوو او ویاړنو ته په پاملرنې سره د ملی وحدت حکومت د پوځ د اعلی سر قوماندان د خاصې مینی له کبله د کب نهمه د دفاعی او امنیتی ځواکونو د ملی ورځی په نوم ونوموله زه د افغانستان د مسلح قواوو د لوی درستیزپه توګه مکمل باور لرم چه داځل ددی خاوری دښمنان به ستاسو په لاسونو ماتې خوري او دغه وياړ به ستاسو په نوم په هیواد او نړی کښی ثبت شی.
گـرانو هیوادوالو!
زه د افغانستان د مسلح قواوو په استازیتوب چی هر کال دغه ورځ د دغه عظیم ملت د لاسته راوړنوپه توګه لمانځل کيږی د ملی اردو اتل اوزړه ورمنسوبین د افغان ولس د پیاوړو بچیانو په توګه د هیواد ځمکني بشپړتیا، استقلال، واکمنۍ څخه د دفاع سولې اوامنیت د ټینګښت په لاره کی هرراز فداکاریو اوسرښندنو سره سره دهیواد او دخپلو نیکونوله میراث څخه پریکنده ساتنه او دفاع کوی.
مونږ د ۱۳۹۸کال کمپاین جګړه ییز اوچاڼیز عملیات په هغه ساحو کښی چه ګواښ محسوسیږی پیل کړی همدا اوس ستاسو زړه وردفاعی او امنیتی ځواکونه په لوړ مورال سره د هیواد له دښمنانو سره په جګړه بوخت دی او خپلو یرغلیزو حملو له لاری د دښمن ټول پټنځایونو د له منځه وړلوهوډ لری او دا لړی به روانه ساتی تر څو د هیواد دښمنان په مکمله توګه محوه او له منځه یوسی اود یوه تلپاتی سولی چه زمونږ هیوادوال یی په بی صبرۍ انتظار باسی ورسو.
ګرانوهیوادوالواود اردو زړه ورومنسوبینو!
لکه څرنګه چی په جریان کښی یاست د ملی وحدت حکومت د سولې خبرې د دولت له مخالفینو (افغانی طالبان) سره اعلان کړ چه د هیوادوالو او بهرنی ملکونو له تود هرکلی سره مخ شو. هیله لرم چه دغه لړی چه زمونږ د ټولو هیوادودوالو غوښتنه هم ده په بری سره سرته ورسی تر څو زمونږ هیوادوال هم لکه د نورو ملکونو د وګړو په څیر په امن، سوله او ثبات کې په ارامه ژوند تیر کړی.
په پای کې یوځل بیا تاسو د ګران هیواد افغانستان، اتلو او باتورو بچیانو ته د کب نهمه د دفاعی او امنیتی ځواکونو ویاړلې ورځ جشن د رارسیدو په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایم او د ستر رب (ج) له درباره تاسو ته په اړوندو چارو کې دلا بریاوو او ویاړنو هیله کوم.
په درنښت
دوسـله پوځ لوی درستیز
سترجنرال محمد شریف "یفتلی"