اچین ولسوالۍ ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر !
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کی د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر، د افغان ځواکونو د ستایلو او د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه نن د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته سفر وکړ.
اسدالله خالد، د هېواد په ختیځ په ځانګړي توګه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ماتې په تړاو د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه او قدرداني وکړه.
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو، په وروستیو عملیاتو کې، زیاد تلفات داعش ډلې ته واړول شول او د افعان ځواکونو د بې ساري پوځي فشارونو له امله، نږدې ۱۰۰۰ داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شول.