د ملي دفاع وزیر د هغو سرتېرو سره وليدل، چې د طالبانو له زندان څخه یې ازاد کړل

ملي دفاع وزیر اسدالله خالد د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونی په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کندهار امنیه قوماندان تادین خان او لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه وکړه او د دغه ولایت د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز د ملي دفاع وزیر ښاغلي اسدالله خالد د هغو آزاد شوو زندانیانو سره، چې څه موده مخکې د کمانډو ځواکونو له خوا د زابل او هلمند ولایت د طالبانو له بنده خوشې کړل شوي و هم لیدنه وکړه.
د ملی دفاع وزیر د کمانډو ځواکونو څخه د طالبانو له بنده د ملي اردو سرتېرو د خوشې کېدو څخه د مننې ترڅنګ هوایي ځواکونو ته دنده وسپارله ، چې دا ټول آزاد شوي قهرمانان خپلو ولایتونو ته ورسوي.