د وسله وال پوځ ستر درستيز د بدخشان له اشکاشم بندر څخه ليدنه وکړه

د هيواد د وسله وال پوځ ستر درستیز قاري محمد فصيح الدين "فطرت" پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خيرالله "خيرخواه" سره يو ځاى د بدخشان ولايت اشکاشم بندر له کميسارۍ څخه ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ستر درستيز د سرحدي مسؤلينو وړانديزونه او ستونزې واوريدې او دوی ته یې له ګاونډي هېواد سره د اړيکو د پياوړتيا او ښو اړيکو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.