د مرکزي قول اردو د شهيد افتاب فرقې دویمې لوا څخه ۱۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول
تيره ورځ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهيد افتاب فرقې د دویمې پلې لوا له درېمې دورې څخه ۱۵۰ تنه مجاهدین د فکري، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته، فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د بګرام شهید افتاب فرقې قوماندان حاجي فرهاد یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوي یې وغوښتل، چې د امنیت د ساتنې لپاره په پوره ريښتينولۍ او امانت دارۍ خپلې دندې تر سره کړي.