د ۲۰۹ الفتح قول اردو سرحدي مسوولانو او د ازبکستان سرحدي چارواکو تر منځ په حیرتان بندر کې ګډه غونډه تر سره شوه

s.mohmand

تیره ورځ د ۲۰۹ الفتح قول سرحدي قوماندانانو او د ازبکستان سرحدي چارواکو د پلاوو تر منځ په سرحداتو کې د لا ښه امنیت د ټېنګښت، د نشه یې توکو قاچاق د مخنیوي، د اړیکو لا همغږۍ او د افراطیت پر وړاندې د مبارزې په موخه حیرتان بندر کې ګډه ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې د افغانستان له لوري د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ۶ سرحدي لوا قوماندان مولوي غوث الدین «رهبر» او د ازبکستان له لوري د یاد هېواد سرحدي عمومي قوماندان جنرال حسوناوف او ورسر پلاوو ګډون درلود.

همدا راز په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوستانه او پياوړو اړيکو د ټينګښت په باب خبرې وکړې او په بيلابيلو برخو کې يې د لا زياتو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.